Primary tabs
۲۵ اګست ۲۰۲۱ – ۳ سنبله ۱۴۰۰ - د آقاخان پراختیایی شبکه د نړۍ په ډیری برخو کې د ټولنو د ژوند کیفیت د ښه کولو لپاره د یو لړ نوښتګرو برنامو او پروژو د پلي کولو لپاره خپل مسؤلیت ته ژمن ده.
په افغانستان کې، د آقاخان پراختیایی شبکې (AKDN) سازمانونه له ډیرې مودې راهیسې د روغتیا، تعلیم، د ماشومتوب لومړني وده، کرنه، کلیوالي زیربناوې او اقتصادي پراختیا، د انرژۍ چمتو کول، د اقلیم تغیر، مخابرات، د کلتوري میراث ساتنه او میلمه پالنه په شمول په پراخه فعالیتونو کې دخیل دي.
د آقاخان پراختیایی شبکې فعالیتونه د هر ډول شرایطو او حالاتو سره د سمون لپاره جوړ شوي ترڅو د دوی پایښت او موثریت تضمین کړي. په کابل کې د والاحضرت آقاخان نماینده اکبر پسنانی او د افغانستان کونسل رییس امیر بیګ چې د والاحضرت آقاخان لخوا ټاکل شوي، له چارواکو، محلي ټولنو، مرستندویه سازمانونو او نورو شریکانو سره چې د لسیزو راهیسې یې د شبکې د برنامو او پروژو ملاتړ کړی همغږي ته دوام ورکوي.
د آقاخان پراختیایی شبکه هیله لري چې د افغانستان د سوله ایز او سوکاله راتلونکي او د افغانانو د ژوند کیفیت لوړولو لپاره خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د نورو معلوماتو لپاره د اړیکې توضیحات:
په افغانستان کې د آقاخان د نماینده دفتر:
بریښنالیک: Envoy.Afghanistan@AKDN.org
د افغانستان د اسماعیلی کونسل ریاست دفتر:
بریښنالیک: eo.nc@iiafg.org
د رسنیو د اړیکه بریښنالیک Media.Afghanistan@AKDN.org